ads

د لغمان الیشنګ کې پیل شوي عملیات د ۸۶ وسله والو په مرګ ژوبلې پای ته ورسېدل

د ملي اردو چارواکي وایي، د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې د سېلاب یو اتم نمبر عملیات د ۸۶ وسله والو طالبانو په مرګ ژوبلې پای ته ورسېدل.

نویسنده: sarwan
15 تله 1396
د لغمان الیشنګ کې پیل شوي عملیات د ۸۶ وسله والو په مرګ ژوبلې پای ته ورسېدل

د ملي اردو چارواکي وایي، د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې د سېلاب یو اتم نمبر عملیات د ۸۶ وسله والو طالبانو په مرګ ژوبلې پای ته ورسېدل.
په ختیځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ له نورو ځواکونو سره یو ځای د سېلاب یو اتم نمبر عملیات پیل کړي وو، چې د ۵۶ وسله وال طالبانو په وژنې او د ۳۰ په ټپي کېدو پای ته ورسېدل.
سرچینه وایي، په دغو عملیاتو کې ترنگ، شمرام، اچکزي، اسلام آباد، کړپه، گرگر، شکرمن، سرخ تپه، کرنجاوه او علیشنگ کهنه سیمې د وسله والو له شتونه پاکې شوي دي.
خبرپاڼه کې د دغو عملیاتو پرمهال افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA