بادغیس کې وسله والو طالبانو د ملکي وګرو کورونه سوځولي

چارواکي وایي، بادغیس ولایت کې وسله والو طالبانو لږ تر لږه د ملکي وګړو لس کورونه سوځولي دي.
د بادغیس ولایت والي محمد انور اسحاقزي کلید ته وویل، چې دا پېښه د جمعې په شپه د یاد ولایت په اب کمري ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ په یو شمېر کليو بریدونه وکړل.