ads

اروزګان کې ناامنيو د ګڼ شمېر زده کوونکو زده کړې نيمګړې پاتې کړي

د اروزګان ولايت يو شمېر زده کوونکي وايي، په خپلو سيمو کې د ناامنۍ له کبله مرکز ترينکوټ ته کډه شوي او زده کړې يې نيمګړې پاتې دي.

نویسنده: sarwan
15 تله 1396
اروزګان کې ناامنيو د ګڼ شمېر زده کوونکو زده کړې نيمګړې پاتې کړي

د اروزګان ولايت يو شمېر زده کوونکي وايي، په خپلو سيمو کې د ناامنۍ له کبله مرکز ترينکوټ ته کډه شوي او زده کړې يې نيمګړې پاتې دي.
دوی زياتوي، په ترينکوټ کې ځينو کډوالو زده کوونکو ته کتابونه نه دي رسېدلي، څوک پرته له دې، چې د حاضرۍ په کتاب کې يې نوم ثبت شي، زده کړې کوي، خو يو شمېر نور بيا له هر څه بې برخې دي.
د ولسواليو ځينې زده کوونکي له دولته غوښتنه کوي، چې د لرې پرتو سيمو زده کوونکو لپاره دې په ترينکوټ کې يوه ليليه فعاله کړي.
په ورته وخت کې د اروزګان والي محمد نذير خروټي ډاډ ورکړ، چې د زده کوونکو ټولې ستونزې به حل کړي او هغوی ته به تړلي ښوونځي بېرته پرانيزي.
د يادونې وړ ده، چې په اروزګان ولايت کې زيات شمېر ښوونځي د ناامنۍ او يا نورو ستونزو له کبله د زده کوونکو پر مخ تړلي او زرګونه زده کوونکي د زده کړې له نعمته بې برخې پاتې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA