ads

تېر کال له ۳۵۰۰ زياتو افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملګري ملتونه وايي، تېر کال په نړۍ کې تر اتو زرو زياتو ماشومانو ته په وسله والو شخړو کې مرګ ژوبله اوښتې، چې څه باندې ۳۵۰۰ يې د افغانستان دي.

نویسنده: sarwan
14 تله 1396
تېر کال له ۳۵۰۰ زياتو افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملګري ملتونه وايي، تېر کال په نړۍ کې تر اتو زرو زياتو ماشومانو ته په وسله والو شخړو کې مرګ ژوبله اوښتې، چې څه باندې ۳۵۰۰ يې د افغانستان دي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې افغانستان هغه هېواد ياد شوی، چې جګړو په کې تر بل هر ځای زيات ماشومان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د شخړو او ماشومانو تر سرليک لاندې کلنی راپور يې د اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه د دغه سازمان امنيت شورا ته وړاندې شو.
د دې راپور موندنې ښيي، افغانستان چې له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهيسې په کې ملګرو ملتونو د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې ثبتول پيل کړي، په شخړو کې د ماشومانو مرګ ژوبله په کې تر بل هر هېواد زياته ده.
په راپور کې ويل شوي، په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې په افغانستان کې ۳۵۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په داسې حال کې، چې په سوريه کې دا شمېر ۱۲۹۹ او په يمن کې ۱۳۴۰ و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA