“اسيايي پراختيايي بانک دې د ټرانزيټ د پراخوالي په اړه د خبرو رهبري پر غاړه واخلي”

جمهور رئيس محمد اشرف غني د اسيايي پراختيايي بانک مرستيال وينکای ژانک سره د ليدنې په مهال له نوموړي غوښتنه وکړه، چې دغه بانک دې په سيمه کې د ټرانزيټ د پراخوالي په اړه د خبرو رهبري پر غاړه واخلي، ترڅو د سوداګرۍ حجم لوړ او اقتصاد پياوړی شي.