يوناما د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره د مرستې سند لاسليک کړ

يوناما د افغانستان د انتخاباتو له کمېسيونو سره د مرستې د يوې پروژې سند لاسليک کړ.
د يوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغې پروژې له مخې به په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د انتخاباتو له کمېسيونو سره قانوني او مالي مرستې په يوچاټ کې تنظمېږي.