ads

د سام په نوم غونډه نن په کابل کې جوړېږي

د ماليې وزارت وايي، چې د سام په نوم غونډه به نن په کابل کې جوړه شي.
د دې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ماسپښين د دې غونډې حاشيوي ناسته ترسره شوه.

نویسنده: sarwan
13 تله 1396
د سام په نوم غونډه نن په کابل کې جوړېږي

د ماليې وزارت وايي، چې د سام په نوم غونډه نن په کابل کې جوړېږي.
د دې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ماسپښين د دې غونډې حاشيوي ناسته ترسره شوه.
عبدالرحيمزي زياته کړه، په نننۍ غونډه کې به له نړيوالو استازو سره پر هغو کړنو بحث وشي، چې د بروکسل تر کنفرانس وروسته افغان حکومت ترسره کړې دي.
د هغه په خبره، د ملي يووالي حکومت به د غونډې ګډونوالو ته خپل راتلونکي پلانونه هم واضح کړي.
د هېواد لومړۍ مېرمن پرون د نننۍ غونډې په حاشيوي غونډه کې وويل، چې د افغانستان ځوان نسل ښه راتلونکي ته ژمن دی او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې د ښځو رول او د افغان حکومت ژمنتيا د ستايلو ده.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په کابل کې د سام په نوم دوه غونډې شوې دي.
افغان حکومت دا غونډې د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمې بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA