د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښاروالۍ مسوولينو له لوري ترلاسه شوي شل ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او غير الکولي مشروبات پرون د يوه ګډ پلاوي په شتون کې وسوځول شول.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، دغه شل ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او غير الکولي مشروبات، چې د يو ميليون او شپږ سوه زره افغانيو ارزښت يې درلود، د هډې فارم مربوطاتو کې له منځه يوړل شول.
د جلال اباد ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم مدير شفيع الله ستانکزی وايي، ياد توکي د ښار له بېلابېلو دوکانونو څخه د پلټنو په پايله کې ترلاسه شوي وو.
نوموړي له ټولو دوکاندارانو غوښتنه وکړه، چې د تاريخ تېرو خوراکي توکو او مشروباتو له خرڅلاوه ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند سره مخ شي.
په دې اړه جوړ شوي کمېسيون کې د ښاروالۍ، ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ، عامې روغتيا، څارنوالۍ او ځينې نورې ادارې ګډون لري، چې په ښار کې د بې کيفيته او تاريخ تېرو توکو د مخنيوي په هدف فعاليت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


