د ماليې وزارت وايي، چې د سام په نوم غونډه به سبا په کابل کې جوړه شي.
د دې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي کليد ته وويل، چې نن ماسپښين به د دې غونډې حاشيوي ناسته ترسره شي.
عبدالرحيمزي زياته کړه، په سبانۍ غونډه کې به له نړيوالو استازو سره پر هغو کړنو بحث وشي، چې د بروکسل تر کنفرانس وروسته افغان حکومت ترسره کړې دي.(( غونډه سبا ده، د دغې ناستې هدف دا دی، چې د افغانستان حکومت هغه کړنې چې د بروکسل کنفرانس څخه تر دې دمه پورې کړي د هغو کړنو راپور او ترڅنګ يې د راتلونکو پلانونو په اړه له نړيوالې ټولنې سره بحث کوي. په دغه ناسته کې د نږدې څلوېښتو هېوادو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي. دا د افغانستان حکومت لپاره يو بهترين فرصت دی تر څو يو ځل بيا هم د افغانستان خلکو ته او هم نړيوالې ټولنې ته دا قناعت ورکړي، چې موږ په بېلابېلو برخو لاسته راوړنې لرو او دغې لړۍ ته به ادامه ورکړو))
د هغه په خبره، د ملي يووالي حکومت به د غونډې ګډونوالو ته خپل راتلونکي پلانونه هم واضح کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په کابل کې د سام په نوم دوه غونډې شوې دي.
افغان حکومت دا غونډې د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمې بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


