ads

د ننګرهار پر سرحدي سيمو پاکستاني ځواکونو بريدونه کړي

د ډيورنډ کرښې له اخوا څخه د ننګرهار پر نازيانو او اچين ولسواليو ۸۴ درنې مرمۍ راتوغول شوې دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د اچين ولسوالۍ پر عبدالخېلو او باندر سيمو د ډيورنډ کرښې له هغه لوري څخه ۳۷ د توپ مرمۍ راتوغول شوې دي.

نویسنده: sarwan
12 تله 1396

سرچينه وايي، چې د نازيانو ولسوالۍ پر نښتر ناو، ابدال خوله او کڅونو سيمو هم د ډي سي توپ د اتو او د هاوان د ۴۴ مرميو بريدونه شوي دي.
په خبرپاڼه زياته شوې، چې په دغو بريدونو کې چا ته زيان نه دی اوښتی.
د يادونې وړ ده، چې له څو اونيو راهيسې يو ځل بيا پر سرحدي ولسواليو د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ راتوغول کېږي، چې ډېری وخت يې خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA