د ننګرهار بهسودو دویم پله کې د شوي فساد په تړاو د جوړېدونکي ساختماني شرکت د رییس په ګډون دوه انجنيران عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شول.
د بهسودو دویم پل چې جوړېدل یې د ولسونو هغه غوښتنه وه، چې دوی ورته کلونه انتظار کړی و.
خو ددغه پل د لومړنیو چارو له بشپړېدو وروسته د ولسونو په غوښتنه د والي ګلاب منګل له لوري څو میاشتې وړاندې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
خو له تېرې ورځې راهیسې یاد پل په منځ کې په ملا سوری شوی او د ولسونو غبرګونونه یې را وپارول.
د ننګرهار والي ګلاب منګل د یاد پله د تخریب شوي ځای له لیدنې وروسته د ددغه پله د جوړوونکي شرکت مشر او د دوو انجنيرانو د نیولو امر ورکړ.
والي عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، ترڅو له نیول شویو کسانو څخه پلټنې ترسره او قانوني چلند ورسره وکړي.
بل لور ته ولسونه هم له والي ګلاب منګل څخه د ورته اقداماتو غوښتنه کوي او وایي، که چېرته د یو شمېر نورو ناقانونه کړنو پر وخت مخنیوی وشي، نو لرې نه ده چې له فساد سره به روانه مبارزه بریالۍ شي.


