سپه ارګ کې د جوړې شوې لومړۍ مشورتي ناستې په پيل کې جمهور رئيس غني يادو مشرانو ته د جنرال قمر جاوېد باجوه د سفر په تړاو معلومات ورکړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د هېواد جهادي او سياسي مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو پيل مهم وباله او د دغو مذاکراتو د دوام ترڅنګ يې ټينګار وکړ، چې په دې اړه ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع بايد نوره هم پياوړې شي.
دوی وويل، له پاکستان سره دې مذاکرات په دقيق ډول ترسره شي، ترڅو افغانستان ستراتېژيک هدف ته، چې تلپاتې سوله ده، ورسېږي.
د دغې مشورتي ناستې ګډونوالو زياته کړه، له پاکستان سره د بحث او مذاکراتو په اړه ملي اجماع موجوده ده، خو د احساساتو پر ځای دې په دقت او تدبير ګامونه پورته شي.
جهادي او سياسي مشرانو د خپلو مشورو او ليدلورو د شريکولو په مهال له طالبانو وغوښتل، چې د بين الافغاني مذاکراتو هرکلی وکړي او له دې لارې دې د هېواد ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


