کليد ګروپ ننګرهار کې کډوالۍ او غربت ځپلو کورنيو ته کاري زمينې برابرې کړي

په ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو کډوالو ته د کليد ګروپ له لوري د کار موندنې زمينې برابرې شوې.
دا مرستې د کار په مقابل کې د کليد ګروپ له لوري «د افغانستان ګډ غبرګون» پروژې په چوکاټ کې په بهسودو، سرخرود او کامې ولسواليو کې ترسره کېږي.