په ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو کډوالو ته د کليد ګروپ له لوري د کار موندنې زمينې برابرې شوې.
دا مرستې د کار په مقابل کې د کليد ګروپ له لوري «د افغانستان ګډ غبرګون» پروژې په چوکاټ کې په بهسودو، سرخرود او کامې ولسواليو کې ترسره کېږي.
«د افغانستان ګډ غبرګون» پروژې په همکارۍ دغه مرستې هغو ۷۳۵ کورنيو ته وېشل کېږي، چې په روان ميلادي کال کې راکډه شوې او يا هم خپل هېواد ته راستنې شوې وي.
د يادې پروژې مسوول ګل پاچا ساحل وايي، دوی په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې زرو هغو کورنيو سره، چې تازه له پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوې او يا هم د ناامنيو له کبله له خپلو سيمو راکډه شوې وي، په هغو سيمو کې، چې دوی اوسېږي، د يو شمېر عامه کارونو د ترسره کېدو په مقابل کې د نغدو پيسو مرسته کوي.
په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولين هم «د افغانستان ګډ غبرګون» پروژې له لوري داخلي بې ځايه شوو او له پاکستانه راغلو کډوالو ته د کاري زمينې په پيدا کېدو خوښ دي.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی له ټولو هغو کورنيو، چې مرسته ورسره کېږي، غوښتنه کوي، چې په دغو پيسو خپلو کورنيو ته د راتلونکې لپاره د کار زمينې برابرې کړي.
د کليد ګروپ د معلوماتو له مخې، په لغمان او ننګرهار ولايتونو کې يې د يادې پروژې چارې مخته وړي، چې تراوسه پورې يې په دويم پړاو کې ۱۳۵۰ کورنيو ته د کار زمينې برابرې کړې دي.


