ads

مومندرې کې د امنيت لا ټينګښت او پوليو ضد واکسين په هدف ناسته وشوه

د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې نن سهار د امنيت لا ټينګښت او پوليو ضد واکسين د تطبيق په هدف ناسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه ناسته د ولسوالۍ په مقام کې ترسره شوه، چې په کې د مومندرې ولسوال نسيم شينواري، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

نویسنده: sarwan
11 تله 1396

شينواري له قومي مشرانو وغوښتل، چې د خپلو سيمو د امنيت په لا ټينګښت کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي قومي مشرانو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوليو ضد واکسين په تطبيق کې له رضا کارانو سره د همکارۍ ترڅنګ خلک د واکسين په ګټو وپوهوي او په شرايطو برابر ماشومان واکسين کړي.
ده دغه راز ولسونو ته د ښې سيمه ييزې حکومتولۍ پلي کولو او په ټولو چارو کې د قانوني اجراآتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.
قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې د تېر په څېر به د خپلو سيمو د امنيت په ساتلو کې له حکومت سره همکاري کوي.
دوی دغه راز ډاډ څرګند کړ، چې د پوليو ضد واکسين په تطبيق کې به هر مهال همکاري وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA