جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د امريکا د نوې ستراتېژۍ له اعلانه وروسته چاپېريال بدل شوی او نوي فرصتونه رامنځته شوي، چې د نړيوالو شريکانو په همکارۍ به په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت سبب شي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ کې په بهرنيو او د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د بريتانيا د دولت وزير مارک فيلډ سره د ليدنې په مهال وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ، په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات، د افغانستان د راتلونکو ټاکنو، سوداګرۍ او ټرانزيټ او ټولو سيمه ييزو اړيکو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په بهرنيو او د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د بريتانيا د دولت وزير مارک فيلډ وويل، دوی تل د افغانستان خلکو سره وو او په راتلونکي کې به هم د دوی ترڅنګ پاتې شي.
هغه زياته کړه، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي او د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ کوي.
بلخوا جمهور رئيس غني په تېرو درېيو کلونو کې له افغانستان سره د بريتانيا د حکومت او خلکو د همکاريو قدرداني وکړه.


