د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان اليشنګ ولسوالۍ کې يې د روانو سېلاب يو اتم نمبر عملياتو په مهال پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ يې د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پيل کړو سېلاب يو اتم نمبر عملياتو په مهال درې وسله وال طالبان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
سرچينه زياتوي، د يادو عملياتو په ترڅ کې يې لسګونه کلي د وسله والو مخالفينو له شتونه پاک کړي او عمليات يې په برياليتوب سره روان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


