ګردېز کې د عاشورا مراسم د امن په فضا کې ترسره شول

د پکتيا مرکز ګردېز کې د لږکيو اهل تشيع لخوا د عاشورا مذهبي مراسم د امن په فضا کې ترسره شول.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي نن کليد ته وويل، د دغو مراسمو د ښې نمانځنې لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي وو او مراسم په ډاډمن امنيت کې ترسره شول.