په هلمند کې د افغان ځواکونو هوايي بريد کې ۱۹ تنو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې معتبرې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، تېر مازديګر د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان سيمه کې د ملي امنيت پر سرتېرو د افغان هوايي ځواکونو لخوا هوايي بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ۱۰ تنه امنيتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
بلخوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، هلته ۱۰ تنه امنيتي سرتېري وژل شوي، خو تر دې مهاله پورې دا معلومه نه ده، چې يادو سرتېرو باندې هوايي بريد شوی او که په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، سيمې ته د پلټنو په هدف پلاوی لېږل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې په ګرشک ولسوالۍ کې امنيتي سرتېري په نښه کېږي، څه موده وړاندې هم د دغې ولسوالۍ په ياده سيمه کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کې يو شمېر افغان سرتېري وژل شوي وو.


