حکمتيار په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له بندولو سره مخالفت وکړ‎

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، طالبانو سره بايد خبرې وشي او په قطر کې د دوی د سياسي دفتر بندول هېڅ ګټه نه لري، بلکې تاوان کوي.
حکمتيار دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ د هودخېلو قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وکړې.