د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، طالبانو سره بايد خبرې وشي او په قطر کې د دوی د سياسي دفتر بندول هېڅ ګټه نه لري، بلکې تاوان کوي.
حکمتيار دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ د هودخېلو قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وکړې.
د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه ګوند د مشر له قوله راغلي، چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر بندول به يو غلط اقدام وي او دوی يې ملاتړ نه کوي.
حکمتيار زياتوي، دغه دفتر د اړيکو ټينګولو لپاره يو ښه ادرس دی او ورڅخه بايد د مذاکراتو او روغې جوړې لپاره ګټه پورته شي.
د نوموړي په خبره، طالبانو سره بايد د سولې خبرې پيل او معقولې غوښتنې يې ومنل شي.
د حزب اسلامي مشر پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د خبرو مېز ته کېني، ځکه د ده په وينا، روانه جګړه ګټونکی نه لري او د پرديو د ګټو لپاره ترسره کېږي.
حکمتيار دا خبرې وروسته له دې وکړې، چې د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې په نيويارک کې د افغانستان او امريکا د جمهور رئيسانو کتنه کې د دې موضوع په اړه د بحث يادونه وکړه او ويې ويل، چې جمهور رئيس ټرمپ له خپل افغان سيال څخه وغوښتل، چې له قطري چارواکو د طالبانو د دوحې دفتر د بندېدو غوښتنه وکړي.
افغان حکومت دا راپور رد کړی دی.


