ads

جمهور رئيس غني د پاکستان لوی درستيز سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان او پاکستان ثبات د دواړو هېوادونو او سيمې په ګټه دی او کولای شي د دواړو هېوادونو ولسونه له فقر څخه وژغوري.
نوموړي دا څرګندونې په ارګ کې د پاکستاني پوځ د لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ پلاوي سره، چې تېره ورځ کابل ته راغلی و، د ليدنې په مهال وکړې.

نویسنده: sarwan
10 تله 1396

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور رئيس غني د پاکستاني پلاوي دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی فصل يادکړ او هغه يې د همکارۍ د نوو رامنځته شوو فرصتونو په شرايطو کې مهم وباله.
په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سيمې د امنيت، دوه اړخيزو اړيکو، سولې او ثبات، له تروريزم سره د مبارزې، د ټرانزيټ او سوداګرۍ او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړيکو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په ليدنه کې پاکستاني لوري ژمنه وکړه، چې هېواد يې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې، چې ګډ ګواښ دی، هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې د ميکانيزم ملاتړ کوي.
جمهور رئيس غني ټينګار وکړ، چې دوه اړخيز کاري ټيم دې په بېلابېلو سکټورونو کې وروستي يا راتلونکي ګامونه پورته کړي، ترڅو په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر د هر اړخيزې واضح همکارۍ چوکاټ تدوين او په دې برخه کې عملي ګامونه واخيستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA