ads

اروزګان کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ چارواکي وايي، چې بهرنيو ځواکونو هلته تېره شپه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

نویسنده: sarwan
10 تله 1396
اروزګان کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ چارواکي وايي، چې بهرنيو ځواکونو هلته تېره شپه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
د چورې ولسوال امين الله خالقي کليد ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۳۰ وسله وال طالبان ووژل او ۱۵ تنه نور يې ټپيان کړل.
د ده په وينا، اوس هم په سيمه کې هوايي بريدونه روان دي، خو د تلفاتو په اړه به يې جزيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
خالقي زياته کړه، چې ولسوالي لا هم د طالبانو تر محاصرې لاندې ده، خو په خبره يې، دوی د طالبانو د ځپلو لپاره عمليات پيل کړي او ولسوالي به د سقوط له ګواښه وژغوري.
وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې چوره ولسوالي د دوی تر کلکې محاصرې لاندې ده او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادونې وړ ده، چې دې ولسوالۍ ته تېره ورځ له مرکز ترينکوټ څخه د څلورمې پلې لېوا د قوماندان په ګډون يو شمېر نورو امنيتي چارواکو سفر هم کړی و، خو لا هم د ځايي چارواکو په خبره، وضعيت ترينګلی دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA