ads

د غوڅ دريځ اړتيا

که څه هم د وږي په 26مه نېټه جمهور رييس غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وينا کې له پاکستانه وغوښتل چې له افغانستان سره همکاري او د ترورېزم پر وړاندې جدي مبارزه وکړي، خو داسې ښکاري چې جمهور رييس د خپلو تېرو دريځونو پر خلاف دا ځل د پاکستان پر وړاندې نرم دريځ غوره کړی و او د افغانستان د خلکو هیله يې پوره نه کړه.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396
د غوڅ دريځ اړتيا

که څه هم د وږي په 26مه نېټه جمهور رييس غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وينا کې له پاکستانه وغوښتل چې له افغانستان سره همکاري او د ترورېزم پر وړاندې جدي مبارزه وکړي، خو داسې ښکاري چې جمهور رييس د خپلو تېرو دريځونو پر خلاف دا ځل د پاکستان پر وړاندې نرم دريځ غوره کړی و او د افغانستان د خلکو هیله يې پوره نه کړه.
له جمهور رييس تمه کېده چې د پاکستان پر وړاندې به يو ځل بيا په جدي ډول خبرې وکړي او نړيوالو ته به څرګنده کړي چې په افغانستان کې د ډېرو ستونزو اصلي جرړه له همدې هېواد څخه ده چې د افغانستان هېڅ پرمختګ ورته د زغم وړ نه دی، په افغانستان کې د سولې په راوستو کې هېڅ همکارۍ ته چمتو نه دی او دلته جګړه تغذيه کوي. محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا پاکستان ته د همکارۍ بلنه ورکړه. غني له اسلام اباده وغوښتل چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان او سیمې سره همکاري وکړي. نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ستراتیژۍ څخه په مننې وویل چې د ترورېزم ریښې له افغانستانه دباندې دي او جګړه پر دغه هېواد تحمیل شوې ده او هره ورځ افغان ځواکونه قرباني ورکوي. که څه هم جمهور رييس غني د نورو ځلونو خلاف دا ځل د پاکستان پر وړاندې نرمې خبرې وکړې خو د افغانانو په باور جمهور ريیس باید د افغانستان د ملت په استازيتوب له دغه ستر فرصت په ښه ډول ګټه اخیستې وای او نړۍ ته يې څرګنده کړې وای چې پاکستان په افغانستان کې څه کوي. نوموړي په زغرده په افغانستان کې د ګاونډيو د مداخلو يادونه ونه کړه. افغان سياسي شنونکي باوري دي چې که د پاکستان پر وړاندې له نرم سیاسته کار واخېستل شي دغه هېواد ته به د لابي‎ ګرۍ فرصت په لاس ورشي. نه يوازې دا چې جمهور رييس باید د پاکستان پر وړاندې په جدي ډول خبرې کړې وای بلکې د کارپوهانو په باور باید جمهور رييس غني په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلو په تړاو اسناد هم وړاندې کړي وای چې داسې ونه شول. له هغه وروسته چې امريکا د افغانستان او جنوبي اسيا پر وړاندې خپله ستراتېژي اعلان کړه پاکستان په يو ډول ځان تر سخت فشار لاندې احساسوي او د امريکا جمهور رييس ټرمپ هم په ځلونو څرګنده کړې چې پاکستان ته به اجازه ورنه کړي چې له ترهګريزو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي. له بل لوري جمهور ريیس غني د وږي په ۳۰مه نېټه د امريکا له جمهور ريیس ټرمپ سره هم ولیدل په دې لیدنه کې جمهور ريیس غني څرګنده کړې چې نور له امريکا سپين چک نه غواړي او د ټولو مرستو حساب به ورکوي. له شک پرته چې په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزې ته اړتيا ده او افغانستان باید په دې سختو شرايطو کې بهرنۍ مرستې په ښه ډول ولګوي. يو بل مهم بحث چې په دغه لیدنه کې مطرح شوی دی، هغه د افغانستان د کانونو په برخه کې د امريکا د مرستو ژمنه ده. دغه خبره که له يوه لوري د جمهور رييس غني له هرکلي سره مخ شوې خو له بل لوري بیا افغان ملت او کارپوهان باوري دي چې که په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسېږي ښايي د افغانستان له طبيعي سرچينو نورې ډلې ټپلې استفاده وکړي او ډېره ګټه يې نورو جيبونو ته لاړه شي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه روانه ده او تر ډېره دغه جګړه په هغو ولایتونو کې په زياتېدو ده چې د افغانستان د کانونو پراخې زېرمې پکې وجود لري دا اندېښې ورسره راپورته کېږي چې ښايي، دغه طبيعي سرچينې د وسله والو ډلو لاس ته ولوېږي او د افغانستان حکومت ونه شي کولای په ښه ډول له دغو سرچينو استفاده وکړي او ډېره ګټه يې د افغانستان حکومت ترلاسه نه شي کړای. ځکه که چېرې د افغانستان په شمالي ولایتونو، هلمند، فراه او نورو هغو ولایتونو کې چې د کانونو پراخې طبيعي سرچينې لري جګړه ورځ په ورځ زور اخلي دا اندېښنې ورسره ډېرېږي چې ښايي د دغه ولایتونو له طبيعي سرچينو حکومت ډېره ګټه ترلاسه نه شي کړای. له دې کبله د افغانستان حکومت ته ښايي چې د جګړې د کابو کولو او له کانونو د ګټې اخیستو لپاره شرايط چمتو کړي څو وکولای شي دغه کانونه د افغانستان د ګټو لپاره وکارول شي او ضايع نه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA