کاپيسا کې ماين چاودنې ملکي وګړي ټپيان کړي

په کاپيسا ولايت کې پر يوه بايسکل د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه شوې ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار نږدې نهه بجې د دويم کوهستان په جمال اغې بازار کې شوې ده.