يوناما وايي، افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په درېيو مياشتو کې ۴۸ ټنه نشه يي توکي نيولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا يوناما له لوري د افغانستان په اړه په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دغه اندازه نشه يي توکي د روان ۲۰۱۷ ميلادي کال د جون مياشتې له لومړۍ د اګسټ تر ۲۶مې نېټې پورې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو لخوا په ۶۲۹ بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي دي.
په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې د دې پېښو په تړاو ۷۰۸ تنه قاچاق وړونکي هم نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د يوناما ادارې د تېر کال د راپور له مخې په افغانستان کې ۴۸۰۰ ټنه نشه يي توکي توليد شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


