ads

هرات کې ۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو د هرات ولايت پښتون زرغون ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد کړی او د جګړې په ترڅ کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396
هرات کې ۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan. 6, 2016 - Nad Ali, Helmand, Afghanistan - Afghan army soldiers take position during a military operation in Nad Ali district of Helmand. Some 39 militants have been killed during military operations in Afghanistan since early Tuesday. (Credit Image: © Abdul Aziz Safdari/Xinhua via ZUMA Wire)

وسله والو طالبانو د هرات ولايت پښتون زرغون ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد کړی او د جګړې په ترڅ کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو له لوري دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
وليزاده وايي، په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA