ads

ننګرهار کې ۵ وسله وال طالبان نيول شوي

د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د مشهور طالب قوماندان جيفور پنځه وسله وال ژوندي نيول شوي دي.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396
ننګرهار کې ۵ وسله وال طالبان نيول شوي

د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د مشهور طالب قوماندان جيفور پنځه وسله وال ژوندي نيول شوي دي.
په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ په توتو سيمه کې د کومانډو ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو د مشهور قوماندان جيفور پر کور عمليات ترسره شوي، چې په مهال يې پنځه وسله وال ژوندي نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA