د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نازیانو او لعلپورې ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو او عملیاتو پرمهال ۲۲ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د لعلپورې ولسوالۍ په بیلې سیمه کې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې ۷ پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وایي، ددغو عملیاتو پرمهال افغان ځواکونو ته یو شمېر وسله هم په لاس ورغلې ده.
بل لور ته د والي ویاند زیاتوي،چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د نازیانو ولسوالۍ په سپینې ژۍ سیمه کې هوايي بریدونه کړي، چې پرمهال یې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


