ads

فراه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

په فراه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۷ طالبان او پنځه ملي پوليس وژل شوي دي.
د فراه چارواکي وايي، تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولايت د بالابلوک ولسوالۍ کَنيسک سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396

د فراه د والي وياند ناصر مهري کليد ته وويل، په نښته کې، چې پنځه ساعته يې دوام وکړ، د هوايي ځواکونو په مرسته ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
مهري زياته کړه، د جګړې په مهال پنځه ملي پوليس هم وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ کَنيسک سيمه کې د اوو پوليسو د وژلو، درېيو ژوندي نيولو او د امنيتي پوستې د سقوط ادعا کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې طالبانو د فراه ولايت په ولسواليو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA