ads

د هرات په شينډنډ او ادرسکن ولسواليو کې دوو چاودنو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت ادرسکن ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ملي پوليسو يو ساتنمن وژلی او بل سرتېری يې ټپي کړی دی.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396
د هرات په شينډنډ او ادرسکن ولسواليو کې دوو چاودنو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت ادرسکن ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ملي پوليسو يو ساتنمن وژلی او بل سرتېری يې ټپي کړی دی.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، دغه چاودنه نن سهار د يادې ولسوالۍ رودګز سيمه کې هغه مهال شوې، چې د پوليسو رېنجر موټر پر ښخ شوي ماين ورختلی دی.
د هغه په وينا، ټپي شوی سرتېری د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوی دی.
د يو بل خبر له مخې، د هرات شينډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له کبله دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده وايي، دا چاونه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ ميرزا قاسم سيمه کې هغه مهال شوې، چې د دغو کسانو موټر سايکل پر ښخ شوي ماين ور برابر شوی.
د امنيتي چارواکو په خبره، دغه ماينونه د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري ښخ شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېر کله په هرات کې د ماين چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA