کندهار کې موټر بم ځانمرګي بريد ۱۲ امنيتي سرتېري وژلي
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولايت د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم ځانمرګي بريد ۱۶ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني کليد ته وويل، بريد کوونکي د پوليسو له ټانک څخه، چې له چاودېدونکو توکو يې ډک کړی و، کار اخيستی او د ولسوالۍ په لومړي قرول کې يې چاودنه کړې ده.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed