ads

کندهار کې موټر بم ځانمرګي بريد ۱۲ امنيتي سرتېري وژلي

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولايت د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم ځانمرګي بريد ۱۶ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني کليد ته وويل، بريد کوونکي د پوليسو له ټانک څخه، چې له چاودېدونکو توکو يې ډک کړی و، کار اخيستی او د ولسوالۍ په لومړي قرول کې يې چاودنه کړې ده.

نویسنده: sarwan
6 تله 1396

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت ۱۲ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دراني زياته کړه، تر بريد وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کنټرول کړې د ولسوالۍ پر ودانۍ يې د طالبانو د کنټرول مخه نيولې ده.
وسله وال طالبان، چې د دغه موټر بم ځانمرګي بريد مسووليت يې منلی، ادعا کوي چې د څو ساعتونو لپاره يې معروف ولسوالي سقوط کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA