ads

پکتيا کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د پکتيا چارواکي وايي، تېره شپه په جانيخېلو ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ماموريت هوايي ځواکونو بريدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
6 تله 1396
پکتيا کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د پکتيا چارواکي وايي، تېره شپه په جانيخېلو ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ماموريت هوايي ځواکونو بريدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت کليد ته وويل، چې د طالبانو پر يو شمېر ځايونو هوايي بريدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغو هوايي بريدونو په مهال د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د حسرت په خبره، د جانيخېلو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري تصفيوي عمليات هم روان دي.
بل لور ته وسله وال طالبان وايي، په يادې ولسوالۍ کې يې پر امنيتي ځواکونو بريد کړی، چې په وينا يې ۱۰ امنيتي سرتېري يې وژلي او ۱۷ نور يې ټپيان کړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په جګړه کې د خپلو دوو ملګرو وژل کېدل تاييد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA