د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان اليشنګ ولسوالۍ کې د سېلاب يو اتم نمبر عملياتو په مهال ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، له تېرو څو ورځو راهيسې د ملي اردو په مشرۍ له ملي او سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت سره يو ځای د اليشنګ ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې تصفيوي عمليات پيل شوي، چې په ترڅ کې يې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو په مهال يې بادرو، اچکزي او شامرام کلي د وسله والو مخالفينو له شتونه پاک کړي دي.
سرچينه زياتوي، عمليات به يې د مخالفينو له شتونه د اليشنګ ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام ولري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


