ننګرهار کې لس داعش او طالب وسله وال ووژل شول

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د هوايي بريد او د خپل ماين د چاودنې له کبله لس داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ په نرۍ اوبو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له کبله پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.