د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د هوايي بريد او د خپل ماين د چاودنې له کبله لس داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ په نرۍ اوبو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له کبله پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
هغه زياته کړه، تېره ورځ ناوخته د خوګياڼو ولسوالۍ د لکړخېلو په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يو کرولا ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې په مهال يې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
مشرقيوال وايي، چې په دې چاودنه کې د وسله والو مخالفينو موټر او وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


