د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د دې ولايت د مرکز جلال اباد ښار په بېلابېلو ښوونځيو کې زده کوونکو ته د نشه يي توکو د زيانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د ياد رياست د نشه يي توکو د کمونې برخې مسوول قاسم نېکزاد وايي، له دې چارې څخه يې هدف ځوانان په ځانګړي ډول زده کوونکي د نشه يي توکو له زيانونو خبرول او دوی ته پوهاوی ورکول دي، ترڅو په خپله هم د دغو توکو له کارونې ډډه وکړي او په خپل چاپېريال کې نور هم له يادو زيانونو خبر کړي .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د نشه يي توکو د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام په ولسواليو کې هم پلی شي.


