ads

سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره يوې ښځې ته لوړ دولتي مقام ورکړ

په سعودي عربستان کې په لومړي ځل يوه ښځه د يوې لوړپوړې حکومتي چوکۍ لپاره ټاکل شوې ده.
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز، چې کله ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه ، له هغې نه ۲۴ ساعته وروسته حکومت اعلان وکړ، چې يوه ښځه يې د الخبار د والي د مرستيالې په توگه وټاکله.

نویسنده: sarwan
6 تله 1396
سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره يوې ښځې ته لوړ دولتي مقام ورکړ
Saudi visitors attend the Riyadh International Book Fair on March 5, 2013 in the Saudi capital. The Exhibition opened officially today and will continue until March 15. AFP PHOTO/FAYEZ NURELDINE (Photo credit should read FAYEZ NURELDINE/AFP/Getty Images)

په سعودي عربستان کې په لومړي ځل يوه ښځه د يوې لوړپوړې حکومتي چوکۍ لپاره ټاکل شوې ده.
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز، چې کله ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه ، له هغې نه ۲۴ ساعته وروسته حکومت اعلان وکړ، چې يوه ښځه يې د الخبار د والي د مرستيالې په توگه وټاکله.
د دغه هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت په يوې اعلاميې کې د خپلې پرېکړې په اړه ليکلي، يادې ښځې ته يې، چې ايمان الغاميدي نومېږي، دا دنده ځکه سپارلې، چې غواړي ښځو ته هم په مشرتابه کې برخه ورکړي.
په سعودي عربستان کې ښځو د موټر چلولو د اجازې پرېکړه ونمانځله او گڼ شمېر ښځو پر سړکونو موټرواني وکړه.
تراوسه پورې حکومت لا ښځو ته د موټروانۍ لايسنسونه نه دي ورکړي او وايي، چې د نهو مياشتو په مودې کې به ورکړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA