د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د لوبو لړۍ پيل شوه
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې نن سهار د بنګله دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيل کړه.
د افغانستان د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، له بنګله دېش سره د سياليو لپاره ټاكل شوې لوبډله کې د لوبډلمشر نوين الحق ترڅنګ عمران محمدي، نويد عبيد، دروېش رسولي، نثار وحدت، قيس حسن، ابراهيم ځدراڼ، مجيب ځدراڼ، يوسف ځاځى، عظمت الله، وفادار مومند، اکرام عليخېل، رحمن الله ګربز، پروېز ملکزى، طارق ستانکزى او شمس کړوخېل ګډون لري.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed