د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې نن سهار د بنګله دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيل کړه.
د افغانستان د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، له بنګله دېش سره د سياليو لپاره ټاكل شوې لوبډله کې د لوبډلمشر نوين الحق ترڅنګ عمران محمدي، نويد عبيد، دروېش رسولي، نثار وحدت، قيس حسن، ابراهيم ځدراڼ، مجيب ځدراڼ، يوسف ځاځى، عظمت الله، وفادار مومند، اکرام عليخېل، رحمن الله ګربز، پروېز ملکزى، طارق ستانکزى او شمس کړوخېل ګډون لري.
يادې لوبې، چې په بنګله دېش کې ترسره کېږي، د اکټوبر مياشتې په شپږمه نېټه پاى ته رسېږي.
د دغو سياليو هدف د ۱۹ کلنو د اسيا کپ او نړيوال کپ لپاره تياري ده.
د يادونې وړ ده، چې د ۱۹ کلنو د اسيا کپ سيالۍ د روان ميلادي کال په نومبر مياشت کې په ماليزيا کې او د نړيوال کپ سيالۍ د راتلونکي ۲۰۱۸ ميلادي کال د جنوري مياشتې له ۶مې تر ۲۶مې نېټې په نيوزلنډ کې ترسره کېږي.


