ads

اروزګان کې د سولې لپاره د قومي مشرانو هڅې روانې دي

د اروزګان ولايت د سولې شورا مسوولينو د چهار شنبې په ورځ د قومونو د مشرانو ترمنځ په يوه جوړه شوې غونډه کې وويل، هڅې يې پيل کړي، چې ټول قومونه پر يوه ټغر راټول کړي.
د اروزګان د سولې شورا مشر محمد نعيم حيدري وايي، لومړی به د قومونو ترمنځ سوله وکړي او ورپسې به د قومونو د مشرانو په هلو ځلو مرور وروڼه سولې ته راوبولي.

نویسنده: sarwan
6 تله 1396

د هغه په خبره، که قومي مشران هڅې وکړي، نو سوله په اسانۍ راتللی شي.
د غونډې يو شمېر ګډونوالو وويل، اروزګانيان نور له جګړې ستړي شوي او بايد د سولې هڅې وشي.
بلخوا د جمهور رئيس سلاکار وزير محمد قسيم محمدي وايي، دوی په خپل ټول توان هڅې کوي، چې د قومونو ترمنځ ناخوالې له منځه يوسي.
د اروزګان يو تن قومي مشر عبدالباري باور په دې نظر دی، چې که قومونه سره يو شي، دغه ولايت به له روانو ناخوالو خلاص شي.
اروزګاني مشران داسې مهال د سولې هڅې پيلوي، چې ۱۳ مياشتنۍ جګړې په دې ولايت کې خلک له يوه ناورين سره مخ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA