کابل ښار باندې راکټي بريد شوی

امنيتي چارواکي وايي، په کابل ښار باندې راکټي بريد شوی.
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش کليد ته وويل ، چې يو توغندی له نا معلوم لوري د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په کمپ کې لګېدلی دی.