امنيتي چارواکي وايي، په کابل ښار باندې راکټي بريد شوی.
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش کليد ته وويل، چې يو توغندی له نا معلوم لوري د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په کمپ کې لګېدلی دی.
دانش زياتوي، دغه بريد تلفات نه لري، خو زياتوي دا لومړني معلومات دي او د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.
عيني شاهدان بيا وايي، چې په سيمه کې يې د څو توغنديو غږ اورېدلی او اوس هم د ډزو غږړونه اورېدل کېږي.
نور جزيات وروسته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


