چارواکي وايي، نا معلومو وسله والو ننګرهار کې دوه ملي پوليس وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ماښام د جلال اباد ښار دويمې حوزې اړوند انګور باغ سيمه کې نا معلومو موټر سايکل سپرو وسله والو دوه ملي پوليس په ډزو سره وژلي او وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.
نوموړی وايي، د يادو وسله والو د نيولو هڅې پيل شوې دي او ډېر ژر به يې ونيسي.
بل لور ته بيا يو شمېر د سيمې عيني شاهدان وايي، چې په دغو پوليسو بريد کوونکي تنکي ځوانان وو او له بريد وروسته يې د پوليسو وسلې هم له ځانه سره وړې دي.
تر اوسه پورې د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


