ads

د هلمند د نادعلي سرپرست امنيې قوماندان ووژل شو

د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې تېره شپه له وسله والو طالبانو سره د جګړې په مهال د دې ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان له يو بل سرتېري سره وژل شوی او پنځه نور پوليس ټپيان شوي دي.

نویسنده: sarwan
5 تله 1396
د هلمند د نادعلي سرپرست امنيې قوماندان ووژل شو

د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې تېره شپه له وسله والو طالبانو سره د جګړې په مهال د دې ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان له يو بل سرتېري سره وژل شوی او پنځه نور پوليس ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، چې د تېرې شپې جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې په ډاګه نه کړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، چې څلور ورځې وړاندې د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عمر جان هم د وسله والو د يو کمين په ترڅ کې وژل شوی و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA