ads

د نهر سراج ولسوالۍ په چاڼيزو عملياتو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکنيو چاڼيزو عملياتو کې ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد عمليات د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د يخچال، سېدان، ډاګيان او سور ګودر سيمو کې ترسره شوي، چې په پايله کې يې ۳۱ وسله والو وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
5 تله 1396
د نهر سراج ولسوالۍ په چاڼيزو عملياتو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکنيو چاڼيزو عملياتو کې ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد عمليات د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د يخچال، سېدان، ډاګيان او سور ګودر سيمو کې ترسره شوي، چې په پايله کې يې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.
دغه تصفيوي عمليات په يادو سيمو کې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوي، چې له مخې يې تر دې دمه د دولت له وسله والو مخالفينو څلور عرادې رېنجر موټر او يو عراده څلور ټيره موټر سايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خبرپاڼه زياتوي، يادو چاڼيزو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ۴۱ پټنځايونه هم له منځه وړل شوي او شاوخوا ۳۰۸ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او  له منځه وړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، تر دې مهاله يادو عملياتو کې د يخچال، سېدان، ډاګيان او سور ګودر سيمو کې وسله وال مخالفين سخت ځپل شوي او ګڼ شمېر کلي يې هم له شتونه پاک شوي.
د سرچينې په وينا، په دې عملياتو کې درې تنه امنيتي ځواکونه هم ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA