امنيتي چارواکي وايي، د حامد کرزي پر نړيوال هوايي ډګر راکټي بريد شوی.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل ، چې شاوخوا يوولس بجې له نامعلوم لوري د حامد کرزي پر نړيوال هوايي ډګر توغندوييز بريد شوی دی.
مجاهد زياتوي، له بريد سره سم يوه ډله وسله وال يوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځايه يې ډزې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا، د يادو بريد کوونکو پر وړاندې عمليات پيل شوي دي اوسيمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلی او زياتوي، چې د بريد هدف يې د امريکا د دفاع وزير د الوتکې په نښه کول و.


