د بټي کوټ ولسوالۍ په امنيتي پوستو د وسله والو بريد په شا تمبول شوی

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په امنيتي پوستو د وسله والو بريد په شاه تمبول شوی دی.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي کليد ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د بټي کوټ ولسوالۍ د ودانۍ په امنيتي پوستو وسله والو طالبانو بريد وکړ، چې د افغان ځواکونو له ځوابيه بريد سره مخ شو او په پايله کې يې دوه تنه وسله وال ووژل شول.