د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په امنيتي پوستو د وسله والو بريد په شاه تمبول شوی دی.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي کليد ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د بټي کوټ ولسوالۍ د ودانۍ په امنيتي پوستو وسله والو طالبانو بريد وکړ، چې د افغان ځواکونو له ځوابيه بريد سره مخ شو او په پايله کې يې دوه تنه وسله وال ووژل شول.
ولسوال زياتوي، اوسمهال په سيمه کې وضعيت ارامه دی او هېڅ ډول امنيتي اندېښنه نشته.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


